IQNA

نړیوالې انټرنیټي سیالۍ؛

 د مسلمانو محصلینو د نړیوالو قرآني سیالیو اووم پړاو مقدماتي مرحله پیل شوه

8:38 - July 21, 2025
د خبر لمبر: 3491427
ایکنا - د هیواد د قرآني پوهنتون‌یارانو په ادارې کې د مسلمانو محصلینو د نړیوالو قرآني سیالیو اووم پړاو د حفظ بشپړ قرآن کریم مقدماتي مرحله په مجازي ډول پیل شوه.

د ایکنا د راپور له مخې، د مسلمانو محصلینو د نړیوالو قرآني سیالیو اووم پړاو د قرآن کریم د بشپړحفظ  مقدماتي مرحله  د چنګاښ په ۲۹مه نېټه د هیواد د قرآني پوهنتون‌یارانو د  ادارې په مبین ستوډیو کې په مجازي ډول پیل شوې او تر اسد میاشتې لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې، په لومړۍ ورځ یو شمېر ګډونوال د ژوندۍ ویډیوئي اړیکې له لارې خپل حفظ وړاندې کوي. د دې مرحلې قضاوت د معتز آقایي له لوري کیږي.

د مسلمانو محصلینو د نړیوالو قرآني سیالیو د اووم پړاو د دارالانشاء د اعلان له مخې، د حفظ بشپړ قرآن کریم په مقدماتي مرحلې کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ټولټال ۴۷ ګډونوال برخه لري.

همدارنګه د دې لپاره چې د هیواد استازي په قرائت تحقیق او حفظ بشپړ قرآن کریم برخو کې دغو سیالیو ته معرفي شي، د انتخاب آزموینه راتلونکې اوونۍ د ګډونوالو د تلاوت ویډیويي فایل د قضاوت ډلې ته په استولو سره ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4295239

captcha